د روغتیا نړیوال سازمان د جاپان د خلکو، حکومت او د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې په ملاتړ، په کابل کې د افغان ـ جاپان او د ساري ناروغیو ملي روغتونونو ته، د معایناتو نوي طبي ماشینونه او یو شمېر نورې اسانتیاوې برابرې کړې.
یاد روغتونونه اوس د نوې پرمختللې وسايلو لکه ۱۲۸ ټوټهییزه سي ټي سکین ماشین، الټراساونډ ماشین، او ۱۰۰ کیلو واټه لمریز برېښنا سیسټم په واسطه سمبال شوي دي. دا نوې اسانتیاوې به مرسته وکړي چې ناروغان ژر تشخیص شي، درملنه يې ښه ترسره شي او د برېښنا د پرېکېدو ستونزې راکمې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر اډوین سینیزا ویلي، زموږ همکاري له جاپان سره دا ښيي چې ګډ کار کولی شي د هېواد روغتیايي برخې ته دوامدار بدلون وبښي. “موږ په ګډه هڅه کوو چې پیاوړي روغتونونه او روغې ټولنې جوړې کړو.”
د افغانستان روغتیايي نظام له کلونو رایسې له ګڼو ستونزو سره مخ دی، چې پکې د تجهیزاتو نشتوالی، د برېښنا دوامداره پرېکېدل او د تشخیص کمزوري وسایل شامل دي. د داسې پروژو پلي کېدل، چې له نړیوالو همکارو هېوادونو سره په ګډه تر سره کېږي، نه یوازې دا چې د روغتونونو تخنیکي وړتیا لوړوي، بلکې د ناروغانو ژوند ژغورلو کې هم مهم رول لري. د جاپان له لوري دا مرسته د اوږدمهاله ملاتړ یوه بله بېلګه ده، چې موخه یې د افغانستان خلکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو برابرول دي.
