د آمو پښتو خبرونه

‏د ۱۴۰۴ د تلې ۲۲ – د ۸ بجو خبرونه

له کندهاره دوه سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو یو ځل بیا په دې ولایت کې له پاکستاني ځواکونو سره نښته کړې ده.

د سرچینو د جزییاتو له مخې، دغه نښته تېره شپه د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه، خو دواړو لوریو ته د اوښتو تلفاتو په تړاو جزییات په لاس کې نشته.

ورته مهال، د پاکستان د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د نفوذ نور د اسلام‌آباد له زغمه وتلې او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د دوی تعقیبي عملیات به دوام ومومي.