افغانستان

ننګرهار کې يو تن له ۵۰۰۰  نشه‌يي ټابلیټو سره ونیول شو

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ځانګړې عملياتي قطعې د ننګرهار د نشه‌يي توکو د مديريت له منسوبينو سره په ګډو عملياتو کې د روداتو ولسوالۍ په اړوند سيمه کې يو تن د پنځه زره نشه‌يي ټابلیټو په درلودلو ونیوه.

د چارواکو په وينا، نیول شوی کس د ځانګړو پلټنو پر مهال نیول شوی او له ده سره ترلاسه شوې ټابلیټونه د نشه‌يي توکو له زمرې څخه دي. سرچينې زياتوي، له لومړنيو تحقيقاتو وروسته به نیول شوی تن د عدلي او قضايي ادارو له لوري تعقيبېږي.

چارواکو ټينګار کړی چې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه به دوام ولري، او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د خلکو روغتيا او د ټولنې امنيت له خطر سره مخ کړي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، توليد او قاچاق له اوږدې مودې راهيسې يوه جدي ستونزه ده. د جګړو، بې‌وزلۍ، اداري فساد او د قانون د کمزورې حاکميت له امله دا پدیده د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خپره شوې ده. له تېرې څو لسیزو راهيسې د افغانستان ډېری کروندګر د اقتصادي ستونزو له امله کوکنار کرلو ته اړ شوي، او د همدې توليد له لارې د نشه يي توکو کورنۍ او نړيوالې شبکې پياوړې شوې دي.

امنیتي بنسټونه او نړيوالې ادارې وخت په وخت د دغو شبکو پر ضد عمليات ترسره کوي، خو د دايمي حل لپاره د اقتصادي بديلونو، د قانون پياوړتيا او د سيمه‌ييزو همکاريو پراختيا اړينه بلل کېږي.