نړۍ

ټرمپ د اکتوبر په پای کې له شي جین‌پینګ سره د ګمرکي تعرفو اړوند لیدنه کوي

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم پلان لري چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د اکتوبر په پای کې په سویلي کوریا کې وګوري، څو د دواړو هېوادونو تر منځ د ګمرکي تعرفو او صادراتي محدودیتونو پر سر رامنځته شوې شخړه کمه کړي.

بېسنټ د دوشنبې په ورځ «فاکس بیزنس» شبکې ته وویل چې د واشنګټن او بېجینګ تر منځ په وروستیو ورځو کې «د پام وړ اړیکې» شوې دي او ډېر ژر به نورې ناستې هم ترسره شي. هغه زیاته کړه: «موږ په ښکاره توګه د کړکېچ کچه راټیټه کړې ده. ولسمشر ټرمپ ویلي چې نوې تعرفې به د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې نه عملي کېږي، او هغه به له د چین د کمونېست ګوند له مشر شي جین‌پینګ سره په کوریا کې وویني.»

ټرمپ او شي ټاکلې چې دا لیدنه د آسیا-پسیفیک اقتصادي همکاریو د سرمشریزې پر مهال، چې د اکتوبر په پای کې د سویلي کوریا یې کوربه‌توب کوي، ترسره کړي.

د چین د سوداګرۍ وزارت تایید کړی چې دوی له امریکا سره مخکې له مخکې د خپلو نوو صادراتي محدودیتونو په اړه معلومات شریک کړي وو او دواړه خواوې لا هم په اړیکه کې دي. خو د وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې «امریکا نه شي کولای له یوې خوا د خبرو غوښتنه وکړي او له بلې خوا د نوو بندیزونو ګواښونه وکړي.»

د بېسنټ د څرګندونو وروسته د دوشنبې په ورځ د امریکا د سټاک بازارونو کچه تر ۲.۲ سلنې لوړه شوه، او د سه‌شنبې سهار د آسیا بازارونو کې هم یو څه مثبت بدلون ولیدل شو.

ټرمپ تېره اوونۍ پر چینايي توکو د سل سلنه تعرفې ګواښ کړی و، چې د نړیوالو بازارونو او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو کې یې ګډوډي رامنځته کړې وه. چین بیا د نادرو منرالونو د صادراتو د سخت کنټرول اعلان کړی و، چې د ټکنالوژۍ صنعت لپاره حیاتي ارزښت لري.

بېسنټ وویل، دا کړنه د امریکا لپاره «تحریکوونکې» وه، خو واشنګټن پرې «کلک غبرګون» وښود. هغه زیاته کړه چې امریکا له خپلو متحدینو، اروپايي هېوادونو، هند او د آسیا له ډموکراتیکو هېوادونو سره د همغږۍ هڅې پیل کړې دي.

د خزانې وزیر ټینګار وکړ: «چین یو فرماني اقتصاد لري، خو نه شي کولای موږ ته امر وکړي او نه مو کنټرولولی شي.»

هغه زیاته کړه چې دا اوونۍ به د امریکا او چین د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو خبرې هم په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د نړیوال وجهي صندوق د کلنیو غونډو په څنډه کې ترسره شي.

بېسنټ وویل: «سل سلنه تعرفې ته اړتیا نشته. د دواړو هېوادونو اړیکې، د تېرې اونۍ له اعلان سره سره، لا هم ښې دي. د اړیکو لارې بېرته پرانیستل شوي، او اوس به وګورو چې دا لړۍ تر کومه رسېږي.»