رسنۍ

سرچینې: د امنیتي اندېښنو له امله سیاسي شنونکي له رسنیو سره مرکې نه کوي

File photo.

یو شمېر خبریالانو چې نه غواړي نومونه یې څرګند شي، «آمو» ته ویلي چې په افغانستان کې ګڼ سیاسي او پوځي شنونکي له «امنیتي دلایلو» له امله له کورنیو رسنیو سره د مرکو او تلویزیوني څرګندونو ډډه کوي.

دغو خبریالانو ویلي، دوی په وروستیو ورځو کې له څو سیاسي او نظامي شنونکو سره د مرکو لپاره اړیکې نیولې، خو هغوی د بېلابېلو پلمو په وسیله له خبرو کولو انکار کړی دی.

یو خبریال ویلي: «آن هغه کسان چې پخوا په پرله‌پسې ډول د تلویزیوني مناظرو برخه کېدل، اوس وایي نه غواړي د خپلو څرګندونو له امله د طالبانو له خوا له ستونزو سره مخ شي.»

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې درې بېلابېلو سرچینو «آمو» ته ویلي، د سیاسي چارو افغان شنونکی سلیم پی‌ګیر د تلې په ۱۷مه (پنج‌شنبه) په کابل ښار کې د خپل کور مخې ته د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو ټپي شوی دی.

سرچینو زیاته کړې، ښاغلی پی‌ګیر له برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه برید او د شنونکو پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه څه نه دي ویلي.