نړۍ

زېلنسکي: اوکرایني ځواکونو په زاپورېژیا سیمه کې پرمختګ کړی


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي ویلي، د دغه هېواد پوځ د زاپورېژیا او دونېتسک سیمو کې د روسیې پر وړاندې پرمختګونه کړي دي. هغه دا څرګندونې د یکشنبې په شپه په خپله وینا کې وکړې.

زېلنسکي وویل، د اوکراین ځواکونو د زاپورېژیا په جنوبي برخه کې تر درې کیلومتره زیات پرمختګ کړی دی. ده زیاته کړه: «اوس مهال زموږ واحدونه د دوبروپېلیا په شاوخوا او همدارنګه د زاپورېژیا د اورېخیف سیمې ته نږدې د بریدونو او پرمختګونو په حال کې دي.»

د اوکراین د ۲۴مې جلا بریدیزې فرقې ویلي، د یو بل واحد په مرسته یې د «مالي شېربکي» په نوم کلی د اورېخیف او دنیپر سیند تر منځ تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

په مقابل کې، د روسیې د دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې د اوکرایني پرمختګونو یادونه نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې د زاپورېژیا په سیمه کې یې د اوکراین د پوځ پر ځواکونو او تجهیزاتو بریدونه کړي دي، په ځانګړي ډول د «نوواندرییفکا» په کلي کې چې د مالي شېربکي او اورېخیف تر منځ پروت دی.

د زاپورېژیا سیمه ییز والي ویلي، د روسي توپچي بریدونو له امله د اورېخیف په څنډو کې یو کس وژل شوی او درې تنه ټپیان دي. همدارنګه د دنیپروپېتروفسک والي ویلي، د روسیې په یو بل برید کې د دغه ولایت په یوه ښارګوټي کې دوه تنه وژل شوي دي.

رسنیو د جګړې د دواړو خواوو راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي. د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه تر درې نیمو کلونو زیاته موده دوام لري، او دواړه لوري د جګړې د کرښې په اړه ضد و نقیص ادعاوې کوي.

زېلنسکي یو ورځ وروسته په بله وینا کې وویل، د اوکراین پوځ د دوبروپېلیا په سیمه کې روسي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي او «موږ د ټولو نورو برخو په اوږدو کې خپله دفاع کوو.»