د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۲۰ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو ویاند وایي، چې له پاکستان سره د طالبانو نښته په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې، خو د پاکستان د پوځ پر وړاندې د تېرې شپې عملیات، د قطر او سعودي عربستان په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د دغو نښتو په پایله کې، ۵۸ پاکستاني سرتېري او نهه طالبان وژل شوي دي.

بل لور ته، پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلی، چې د پاکستان پوځ د طالبانو شل پوستې له منځه وړي او یو شمېر نور یې د پاکستاني پوځيانو له لوري سوځول شوي دي.