د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۱۹ – د ۸ بجو خبرونه

هند ته د متقي سفر او د هغه په خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو پر ګډون بندیز له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د هند د پارلمان ځینو غړو د طالبانو دا چلند “هندي ښځو ته تر ټولو لویه بې احترامي” بللې او پوښتنه یې کړې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت څنګه د هغه سړي لپاره سره غالۍ غوړولې چې ښځې یې له خپلې خبري ناستې وایستلې؟

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په نوي ډهلي کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ناستې په ترسره کولو کې یې هیڅ رول نه درلود.

له بلې خوا، د امیر خان متقي پلان شوې وینا په دیوبند دارالعلوم کې لغوه شوه.