روغتیا

د روغتیا نړېوال سازمان: افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کاروونکو د درملنې لپاره نوې انساني تګلاره آزمایوو

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر په ګډه په افغانستان کې یوه نوې انساني تګلاره ازمايي، څو د بشري مرستو کارکوونکي د نشه‌يي توکو له کاروونکو او معتادینو سره د همدردۍ، درناوي او اغېزمن چلند پر بنسټ مرسته وکړي.

دا تګلاره د ذهني روغتیا او ټولنیز ملاتړ د نړیوالې کمېټې له لوري جوړه شوې او موخه یې دا ده چې د بیړنیو مرستو په پروګرامونو کې د اعتیاد ستونزې ته د عامې روغتیا د یوې برخې په توګه ځای ورکړل شي، نه د اخلاقي کمزورۍ په توګه.

په افغانستان کې د دغه پروګرام ازمایښتي پړاو د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو د دفتر د استازولیو په همغږۍ، په هرات ولایت کې د کډوالو د تګ راتګ په مرکز کې ترسره شو. د روزنې ګډونوال، چې ډېری یې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شوو افغانانو لپاره د روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې کار کوي، د نشه‌يي توکو د کاروونکو د ملاتړ نوې لارې زده کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر تخنیکي سلاکار ډاکټر علیرضا نروزي وویل: «ګډونوالو درک کړه چې د نشه‌يي توکو کاروونکي یوازې مجرمان نه دي، بلکې ناروغان دي چې باید درملنه او پاملرنه یې وشي. هغوی دا روزنه ډېره اغېزناکه وبلله، ځکه ډېری هغه کسان چې دوی ورسره کار کوي، د موادو پرېښودو یا له پرېښودو وروسته د ستونزو له حالت سره مخ دي.»

یاده تګلاره د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ، اتو۸ کړکېچ‌ځپلو هېوادونو کې، د افغانستان په ګډون په عراق، میانمار، سومالیا، سوېلي سوډان، یوګانډا او سوریه کې ، د ۳۴۲ بشري کارکوونکو له خوا وازمایل شوه.

کارپوهان وایي، دا نوښت کولی شي د بشري مرستو په چوکاټ کې د اعتیاد د درملنې فرهنګ ته لاره هواره کړي. د دغه پروګرام یو همغږوونکې وویل: «کله چې یو مرستندوی کارکوونکی د نشه‌يي توکو له کاروونکي سره له قضاوت پرته، د درناوي او مهربانۍ له مخې چلند کوي، نو نه یوازې د هغه ژوند بدلېږي، بلکې ټولنه هم یو مثبت بدلون تجربه کوي.»

په افغانستان کې د نشه‌يي توکو ستونزه یوه له جدي عامه روغتیايي ننګونو څخه ده. د وروستیو اټکلونو له مخې، میلیونونه افغانان په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له نشه یی موادو سره تړاو لري، او د جګړې، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله د اعتیاد کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې د اعتیاد ستونزه باید د بشري مرستو د لومړیتوب برخه وګرځي، ځکه د جګړې او بې‌ثباتۍ له امله تر ټولو زیانمن قشرونه، په ځانګړي ډول ښځې او ځوانان، له دغه خطر سره مخ دي.

د ارزونې له بشپړېدو وروسته، ټاکل شوې چې د روزنې مواد د افغانستان د شرایطو او واقعیتونو سره لا زیات برابر شي، څو مرستندوی کارکوونکي وکولای شي د نشه‌يي توکو له کاروونکو سره د درناوي، علمي پوهې او انساني احساس پر بنسټ چلند وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي: «په ناورینونو کې هېڅوک باید شاته پرېنښودل شي.»