ورزش

طالبانو ایراني غرختونکو لوبغاړو ته د افغانستان پر غرونو د ګرځېدلو اجازه ورکړه

د افغانستان د غرختنې ملي فډراسیون د ایران د غرختنې فډراسیون سره د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ایراني لوبغاړي وکولای شي د طالبانو د حکومت په همغږۍ د افغانستان د لوړو غرونو د ختلو سفرونه ترسره کړي.

دغه هوکړه‌لیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې په تهران کې لاسلیک شو. دا د لومړي ځل لپاره ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د غرختنې په برخه کې یو رسمي سند لاسلیک کېږي.

د تړون له مخې، افغان غرختونکي به د ایران د روزونکو له فني او روزنیزو تجربو څخه ګټه پورته کړي، او په بدل کې به د ایران لوبغاړي د افغانستان غرونو ته د سپورت او روزنې په موخه سفرونه وکړي.

د دواړو فډراسیونونو ترمنځ له درې میاشتو راهیسې د آنلاین روزنیزو صنفونو لړۍ روانه ده، او تمه کېږي چې د دغو کورسونو له پای ته رسېدو وروسته د ایران د غرختنې استادان افغانستان ته لاړ شي او هلته عملي روزنیز پروګرامونه ترسره کړي.

د فډراسیونونو مسؤلین وايي، دا همکاري به د غرختنې د مهارتونو د ودې ترڅنګ، د دواړو هېوادونو د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه‌ییز ورزشي همکارۍ د پراختیا لامل شي.