د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۱۵ – د ۸ بجو خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون کولی شي تازه شخړو ته لار هواره کړي.

د مسکو فارمټ ناستې د اوومې دورې په پیل کې، سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د هر ډول بهرنۍ پوځي زیربنا جوړول د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی.

هم مهاله، د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې امیر خان متقي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې دوی به هیڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې بهرنۍ پوځي اډه جوړه کړي.

کابلوف زیاته کړې چې روسیه هم اوس مهال په افغانستان کې د پوځي اډې جوړولو هیڅ پلان نه لري.