د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د تورخم او چمن پر لارو د ګڼهګوڼې د کمولو په هدف د بادینۍ لارې د پرانستلو امکان څېړي.
د پاکستان د سنا د سوداګرۍ دایمي کمېټې په وروستۍ غونډه کې، د سوداګرۍ وزارت چارواکو وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې افغان حکومت ته رسمي لیک استول شوی، څو د بادینۍ لارې د فعالولو په اړه خبرې وشي.
د دې نوښت هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراخول او د تورخم او چمن پر لارو د ګڼهګوڼې کمول دي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر محمد ایوب ویلي، دواړو لورو د سوداګرۍ لپاره ضروري تاسیسات برابر کړي او د لارې د ترمیم چارې هم روانې دي. ده ټینګار کړی چې د بادینۍ لارې پرانیستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د بیا پيل لپاره مهم ګام وي، په ځانګړي ډول د پاکستان د وريژو د صادراتو په برخه کې.
د سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، هڅه روانه ده چې لاره ژر تر ژره فعاله شي او د سیمهییزو سوداګرو لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
افغانستان او پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د یو بل مهم سوداګریز شریکان دي. افغانستان د پاکستان له بندرونو، په ځانګړي ډول د کراچۍ له لارې، نړیوالو بازارونو ته د خپلو توکو د لېږد لپاره کار اخلي، او پاکستان بیا د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ترانزیټ په هڅه کې دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، صادراتو او وارداتو ارزښت په میلیاردونو ډالرو اټکل کېږي، خو د سیاسي شخړو، امنیتي اندېښنو او د لارو د تړل کېدو له امله دا اړیکې وخت ناوخت زیانمنې شوي دي. د بادینۍ، تورخم او چمن لارې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ژوندلېکې په توګه ګڼل کېږي.
