د طالبانو ویاند وايي چې بګرام به هیڅکله امریکا ته ونه سپارل شي.ذبیح الله مجاهد له سکای نیوز سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به هیڅکله په هیڅ حالت کې بهرنیانو ته ونه سپارل شي.
هغه زیاته کړې چې طالبانو په واشنګټن او کابل کې د سفارتونو د بیا پرانستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي او هیله لري چې دا سفارتونه به بیرته پرانستل شي.
په دې خبرو اترو کې، د طالبانو ویاند حاضر نه شو چې د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستو په اړه کومه ژمنه وکړي.
مجاهد، په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعته انټرنیټ بندیدو په اړه، هم وویل چې هغه د دې مسلې له دلیل څخه خبر نه دی او نشي ویلای چې ایا طالبانو دا امر کړی دی که نه.
ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند وایی: «افغانان به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې خپله ځمکه په هیڅ حالت کې چا ته وسپاري.»
