ورزش

روح‌الله موسوي خپل هسپانوي سیال مات کړ

روح‌الله موسوي د موی‌تای افغان لوباغاړی

روح‌الله موسوي، د افغانستان نامتو موی‌تای لوبغاړی، د سویډن په سیالیو کې خپل هسپانوي سیال «ماریو راموس ویا» ته ماته ورکړه.

موسوي تېره شپه (د تلې ۱۳مه) په یو سخت درې پړاويزې سیالۍ کې خپل سیال مات کړ او یو ځل بیا یې د افغان ملت لپاره بریا خپله کړه.

د دې بریا په پایله کې، روح‌الله موسوي د موی‌تای په مسلکي برخه کې خپله لسمه بریا هم ثبت کړه.

د هغه د زړه راښکونکي لوبیز مهارت او اغېزمن حرکتونو له امله، د موسوي سیالي د یاد سازمان د غوره مبارزې په توګه وټاکل شوه.

دغه سیالۍ د موی‌تای مسلکي سازمان «ایم ټي ایف ایل» له‌خوا په سویډن کې ترسره شوې.

یاده دې وي، روح‌الله موسوي سږ کال د موی‌تای د آسیا د اتلولۍ د سرو زرو مډال ګټونکی دی، او تر دې وړاندې یې د سپینو زرو او برونزو نړیوال مډالونه هم د افغانستان په نوم کړي دي.