د تېرې شپې له نیمایي بیا تر نن سهاره، د کابل پر آسمان جنګي او ډرون الوتکو الوتنې کړي دي.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکي آمو ته وایي، چې بې پيلوټه الوتکو د تېرې شپې له نیمایي بیا د نن سهار تر لسو بجو پورې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ګزمې وهلي دي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې یادې الوتکې د کوم هېواد اړوند دي او طالبانو هم تر دې مهاله کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو په وار وار ویلي، چې د افغانستان هوایي فضا د امریکا په اشغال کې ده.
