د ډنمارک د کډوالو شورا په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو جبري ستنېدل هېواد د بشري ناورین تر بریده رسولی دی. د دې شورا په وینا، یوازې په روان کال کې له دوو میلیونو زیات افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره بېرته ستانه شوي، په داسې حال کې چې افغانستان له سختو اقتصادي او بشري کړکېچونو سره مخ دی.
د اسلام کلا د کډوالو مرکز د هغو زرګونو افغان کورنیو وروستی تمځای دی چې له ایران څخه ایستل شوي او ستړي، ګډوډ او بېوسه خپل هېواد ته ورسېدلي دي. ډېری یې وایي، په سیاسي دلایلو ستنېدو ته اړ شوي، سره له دې چې کلونه یې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کړی و.
افغانستان اوس مهال له څو اړخیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی: نږدې ۲۳ میلیونه وګړي د عاجلو بشري مرستو اړ دي، ۳.۵ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ ښکار دي، وروستیو زلزلو په ختیځ کې زرګونه کسان وژلي او نړیواله ټولنه د مرستو له کمېدو او د «افغانستان ستړیا» ښکار ده.
د کډوالو جبري ستنېدل پر دې درنو ستونزو نور هم بوج زیاتوي. بېرته راستانه شوي افغانان د کار، سرپناه، ښوونځي او روغتیا له سخت کمي سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې له زدهکړو، کار او د ازاد تګ راتګ له حقه محرومې دي.
۲۵ کلنه زهرا، چې له ایران څخه په زوره ایستل شوې، وايي: «زه په ایران کې کار کاوه او د کورنۍ لګښت مې پوره کاوه. اوس لومړی ځل افغانستان وینم. سرپناه نه لرم، څوک نه پېژنم. ورور مې ښوونځي ته اړتیا لري او پلار مې ناروغ دی.»
د ډنمارک د کډوالو شورا د سروې پر بنسټ، ۶۵ سلنه ښځو ویلي چې د ستنېدو پر مهال یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې، چې دا د ښځو او نجونو د زیانمنېدو کچه نوره هم روښانه کوي.
دغه شورا وایي، دوی د عاجلو اړتیاوو لپاره افغانانو ته نغدي مرسته برابروي او د سرحدونو په اوږدو کې د ناچاودو ماینونو په اړه عامه پوهاوی کوي، خو ټینګار کوي چې دا مرستې د اړتیاوو په پرتله یوازې «یو څاڅکی په سمندر کې» دي.
شارلوت سلنته، د ډنمارک د کډوالو شورا عمومي منشي، په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانان یوازې پرېنږدي: «که بډایه هېوادونه اوږدمهاله ژمنتیا وښيي، کولای شي د ښځو، ماشومانو او کورنیو د ژوند د درناوي او بقا لپاره عملي بدلون رامنځته کړي. دا ریښتینی همبستګي ده.»
