ورزش

د افغانستان د زورخانه‌یي لوبې ملي لوبډله د آسیا اتلولۍ جام لپاره ایران ته روانه شوه

د زورخانه‌یي لوبو ملي لوبډله، د پهلوانۍ غېږ نیونې د آسیا د اتلولۍ اووم پړاو سیالیو کې د ګډون لپاره ایران ته روانه شوه. په دې لوبډله کې ۱۱ لوبغاړي او دوه تنه د روزنیز او اداري پلاوي غړي شامل دي.

د افغانستان استازي به له ۵۰ کیلوګرامه څخه تر ۹۰ کیلو ګرامه پورته وزنونو پورې په ډله ایز او انفرادي برخو کې د خپلو سیالانو پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي. ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د روان کال د اکتوبر پر ۸مه نېټه د ایران په ارومیه ښار کې له شلو څخه د زیاتو هېوادونو په ګډون پیل او تر ۱۱مې نېټې پورې دوام وکړي.

د لوبډلې د مخه‌ښې مراسم په کابل کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له لوري ترسره شول. د دغه ریاست عمومي رییس، د فني او مسلکي چارو مرستیال او یو شمېر روزونکیو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

یاد فدراسیون هیله څرګنده کړې چې د افغانستان ملي لوبډله به د دې سیالیو له لارې د غوره لاسته راوړنو ترڅنګ د هېواد د زورخانه‌یي ورزشونو او پهلوانۍ دودیز کلتور هم نړیوالو ته وښيي، او د نورو هېوادونو د لوبغاړو پر وړاندې به د اتلولۍ د ګټلو لپاره خپل بشپړ ځواک وکاروي.