د افغانستان لپاره د «جي۷+» هېوادونو ځانګړو استازو د سپټمبر په ۲۹ او ۳۰مه په لندن کې د غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سیاسي کثرتګرايي او ټولشموله حکومت رامنځته کول د هېواد د ریښتیني بریا بنسټیز شرط دی.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له نړیوالې ټولنې سره د رښتيني او رغنده تعامل لپاره چمتووالی وښيي.
دغه استازي چې د امریکا، بریټانیا، اروپایي ټولنې او له دولسو څخه د زیاتو نورو هېوادونو استازولي یې کوله، یو ځل بیا د افغانستان له خلکو سره د بشري، اقتصادي او سیاسي ستونزو پر وړاندې د ملاتړ ژمنه تکرار کړه.
خبرپاڼه کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دوامدارو سرغړونو په اړه «ژوره اندېښنه» څرګنده شوې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې. د نجونو د زده کړو بندیز، د ښځو له کار او روغتیايي خدمتونو محرومول، په ټولنیز ژوند کې د هغوی د ګډون مخنیوی، او آن د ښځینه کارکوونکو د ملګرو ملتونو دفترونو ته د تګ تازه بندیز، هغه موارد دي چې په کلکه نیوکه پرې شوې ده.
استازو همدارنګه د افغانستان له خاورې راټوکېدونکو ترهګریزو ګواښونو او د سرحدي کډوالۍ ستونزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره باید له سیمهییزو لوبغاړو سره همکاري زیاته شي.
خبرپاڼې د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه هم خبرداری ورکړی، د سپټمبر ویجاړونکي زلزله، د ګاونډیو هېوادونو لخوا د افغان کډوالو پراخه ایستنه، او د ژمي تر راتلو مخکې د سرچینو د برابرولو اړتیا یې مهم ټکي بللي دي. په همدې تړاو د نړیوالو مالي بنسټونو لکه نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک رول هم یاد شوی دی.
غونډه کې ګډونوال د ملګرو ملتونو د «هر اړخیزې تګلارې» وروستي راپور هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د سازمان عمومي منشي او د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی دې، د یاد هېواد په اړه یو منسجمه او واحده تګلاره لومړیتوب وګرځوي.
دغه ناسته د اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، جنوبي کوریا، ناروی، سویس، ترکیې او اروپایي ټولنې د استازو په ګډون ترسره شوه. د امریکا او بریټانیا استازي هم پکې حاضر وو. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرپرست استازې ژورجت ګانیون، د وروستیو تحولاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
دغه استازي له ۲۰۲۱ز کال راهیسې پرلپسې غونډې کوي او ګډې اعلامیې خپروي. د پخوانیو اعلامیو اصلي غوښتنې همدا وې، چې د نجونو زده کړو ته بندیز د پای ټکی ایښودل، د ښځو د کار اجازه، د بشري حقونو درناوی او بشري مرستو ته لاسرسی. همدارنګه یې د ترهګرۍ پر ګواښونو او د افغانستان د ژور بشري ناورین پر زیاتېدو اندېښنې څرګندې کړي دي.
دغه هېوادونه د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د دریځ په جوړولو کې مهم رول لري؛ د بشري مرستو ډېره برخه برابروي، په نړیوالو مالي بنسټونو لکه نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک کې نفوذ لري، او کولی شي بندیزونه ولګوي یا یې لرې کړي. همدارنګه له سیمهییزو شریکانو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د کډوالۍ مدیریت کې همکاري کوي.
