د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د روسیې پوځونه په اوکراین کې په هغه څه کې بریالي دي چې هغه یې “حقاني یا عادلانه جګړه” بولي.
پوتین د دوشنبې په ورځ د کرملین په وېبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې: «زموږ سرتېري او قومندانان پر مخ روان دي. ټول هېواد، ټوله روسیه په دې حقاني جګړه کې ښکېله ده او له هر اړخه هڅه کوي، چې یوځای د مورنۍ خاورې د مینې او د تاریخي برخلیک د یووالي دفاع وکړو، مونږ جګړه کوو او بریالي کېږو.»
روسیه د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین پراخ یرغل وکړ او دا یې د “ځانګړې پوځي عملیات” په نوم یاد کړل، او د هدف په توګه یې د اوکراین د “پوځي کولو مخنیوی” او د “نازیزم ختمول” اعلان کړل. خو کییف او لوېدیځ متحدین یې دغه یرغل بېدلیله او استعماري هڅه بولي چې د خاورې د نیولو لپاره ترسره شوی دی.
د جګړې له درې کلونو تېرېدلو سره سره، لا هم د هغې د پای څرک نه ترسترګو کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د هڅو په لړ کې له پوتین، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي او یو شمېر اروپايي مشرانو سره جلا ناستې کړې، خو تر اوسه یې د پام وړ پایله نه ده لرلې.
د ازادو سرچینو د جګړې نقشو له مخې، روسیه اوسمهال د اوکراین شاوخوا ۱۹ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري، چې پکې د کریمیا ټاپووزمه او د هېواد ختیځ او سوېل ختیځ سترې برخې شاملې دي.
له بلې خوا، ټرمپ تېره اوونۍ د خپلې پخوانۍ تګلارې پر خلاف وویل چې اوکراین لا هم د خپلې خاورې د بېرته نیولو چانس لري. واشنګټن هم د کییف هغه غوښتنه ارزوي چې د ټوماهاک توغندیو د ترلاسه کولو په اړه یې کړې، څو وکولای شي پر روسیې دننه اوږد واټن بریدونه ترسره کړي.
