نړۍ

اروپايي ټولنې پر ایران بندیزونه بېرته فعال کړل

 د اروپايي ټولنې چارواکو تأیید کړې چې دې ټولنې پر ایران هغه بندیزونه بېرته فعال کړي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا هم لګول شوي وو.

د اروپايي ټولنې د مشرۍ په خپاره کړي بیان کې ویل شوي: «نن اروپايي ټولنې پر ایران د بندیزونو پلي کېدل بېرته پیل کړل، ځکه چې تهران د اټومي تړون له شرطونو سرغړونه کړې ده. سره له دې، د ډیپلوماټیکو خبرو اترو دروازه لا هم پرانیستې ده.»

د نویو بندیزونو له مخې، د ایران د مرکزي بانک او یو شمېر نورو مالي بنسټونو شتمنۍ کنګل شوې دي، او پر یو شمېر ایراني چارواکو د سفر بندیز هم لګول شوی دی.

اروپايي ټولنې همدارنګه د ایران د خامو تېلو د پېر او لېږد، او همدارنګه د سرو زرو او ځینو سمندري وسایلو د پلور او برابرولو مخه نیولې ده.

یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د وسلو بندیز او نور محدودیتونه بېرته فعال کړل. دا پرېکړه د بریټانیا، فرانسې او جرمني په هڅه شوې وه چې ایران یې د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون پر سرغړونې تورن کړی دی.

ایران بیا د دغو تورونو رد کړی او ویلي یې دي چې د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.