په زابل ولایت کې یو شمېر مېرمنې، چې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه ګټونکې دي، وایي چې ژوند یې له سختیو او کړاوونو لاندې تېرېږي. د دوی په وینا، د ښځو لپاره د کار نشتوالی او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوي چې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.
تورپېکي، چې د څلورو وړو ماشومانو مور ده او د شهر صفا اوسېدونکې ده، وایي له یوې خوا یې د رواني ناروغۍ ستونزې ځوروي او له بلې خوا د مېړه له لاسه ورکولو وروسته د خپلو ماشومانو د ژوند مصارف نه شي برابرولی. د هغې د ګاونډیانو په خبره، د دې کورنۍ ورځنی ډوډۍ یوازې د خیر غوښتنې او د خلکو د مرستو په وسیله تأمینېږي. هغوی زیاتوي چې تورپېکي هېڅ مالي توان نه لري او یوازې د مېړه خپلوان یې کله ناکله مالي ملاتړ کوي.
خو تورپېکي یوازې نه ده. په زابل کې ګڼ شمېر نورې بېسرپرسته مېرمنې هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
د همدغه ولایت یوه بله اوسېدونکې، شاهده وایي: «زه په ډېره بېوزلۍ کې ژوند کوم. مېړه مې فلج دی او په کور کې پروت دی. زوی مې هم له ملا فلج شوی دی. نه شم کولی په یوازې سر د دې ټولو ماشومانو لګښتونه برابر کړم.»
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې نږدې له یو کال راهیسې د نړيوالې ټولنې مرستې په ځانګړې توګه په جنوبي ولایتونو کې په څرګند ډول کمې شوې دي. د مرستو د محدودېدو له امله د خلکو د ژوند کړۍ ورځ تر بلې تنګېږي او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي. اوس نه یوازې د خوراکي توکو موندل ګران شوي، بلکې د روغتیایي خدمتونو نشتوالی هم د خلکو ستونزې څو برابره کړې دي.
