د برېټانیا یوې محکمې پرېکړه کړې چې هغه افغان ځوان، چې د خپل طالب قومندان کاکا له لوري یې جنګ ته د اړ کېدلو له وېرې افغانستان پرېښی و، کولای شي د خپلې کورنۍ ۷ نور غړي برېټانیا ته ولېږدوي..
دغه ځوان، چې په قانوني اسنادو کې یوازې د «ایس» په نوم یاد شوی، په ۲۰۱۶ ز کال کې برېټانیا ته رسېدلی و او پناه یې غوښتې وه. د راپورونو له مخې، د هغه کاکا د طالبانو قومندان و، چې له نوموړي یې غوښتنه کوله چې “جهاد” کې ورسره یوځای شي.
د قضیې له جزیاتو څرګنده شوه چې هغه مهال «ایس» له خپل کلي کابل ته ولېږدول شو، خو هلته د کورنیو شخړو له امله د خپلو دوه تره زامنو له خوا ټپي کړای شو. له دې وروسته، هغه اړ شو چې افغانستان پرېږدي او له هېواد څخه وتښتي.
وروسته له هغې چې یو ډاکټر (روانپوه) د «ایس» د جګړې او تاوتریخوالي له امله رواني فشارونه تایید کړل، په ۲۰۱۸ کال کې برېټانیا کې یوې محکمې هغه ته دایمي پاتې کېدلو حق ورکړ. له همدې امله، «ایس» د اروپایي بشري حقونو د کنوانسیون د ۸مې مادې له مخې، غوښتنه وکړه چې مور، پلار او خویندې یې هم ورسره یوځای شي. دا غوښتنه پخوا رد شوې وه، خو اوس د لوړې محکمې قاضۍ ګینور بروس دا پرېکړه لغوه کړې او کورنۍ تهیې د برېټانیا د ویزې اجازه ورکړې ده.
قاضۍ ویلي، چې د «ایس» رواني وضعیت له خپلې کورنۍ سره له یوځای کېدو سره تړلی دی او یوازې له خپلوانو سره په یو ځای ژوند کولو سره به هغه وکولای شي باثباته او معنا لرونکي ژوند ته دوام ورکړي.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د برېټانیا حکومت د کډوالو لپاره د کورنیو د یوځای کېدلو پر پروګرام موقت بندیز لګولی او د کورنیو چارو وزارت د یادې قضیې پر وړاندې د اپیل اراده څرګنده کړې ده.
