د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي، تر اوسه د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ د احتمالي خبرو د بیا پیل په اړه له کییف هېڅ ډول نښې نه دي ترلاسه شوي.
نوموړي د روسیې دولتي خبري اژانس «ریا» ته په څرګندونو کې ویلي: «نه، تر اوسه هېڅ نښه نشته. په اصل کې له کییف هېڅ ډول سیګنال نه دی راغلی.»
د پسکوف دا څرګندونې نن دوشنبه خپرې شوې دي. د ده له قوله، مسکو لا هم د خبرو د بیا پیل په تمه دی، خو د اوکراین له لوري هېڅ ډول نوې اراده نه ده څرګنده شوې.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوه. له هغه وخت راهیسې دواړو خواوو څو ځله د سولې یا اوربند لپاره خبرې کړې، خو د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. مسکو تل ټینګار کړی چې د خبرو دروازې پرانیستې دي، خو کییف وایي تر هغې چې روسیه له اشغال شویو سیمو ونه وځي، د سولې خبرې هېڅ مانا نه لري.
په وروستیو میاشتو کې د جګړې شدت زیات شوی او نړیوالې هڅې د خبرو د بیا پیل لپاره تر اوسه پایله نه لري. څېړونکي باور لري چې د اوکراین او روسیې ترمنځ ژوره بېباوري او د دواړو لوریو توپیر لرونکي شرطونه د سولې د هر ډول پروسې پر وړاندې ستر خنډ دی.
