د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۵ – د ۸ بجو خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون سیمه ییزې سولې او ثبات ته زیان رسوي.

د ایران « صدا و سیما»‌ خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د وینا متن خپور کړی، چې پکې د بګرام مسلې ته اشاره کوي او په دې اډه کې د امریکا د احتمالي حضور سره مخالفت څرګندوي.

په ورته وخت کې، له کندهاره د طالبانو د مشر دفتر د یوې سرچینې په ګډون دوو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بګرام اډې د بیرته نیولو لپاره د پرله پسې خبرداریو وروسته چین ته سفر کوي.

سرچینې ټینګار کوي چې دا سفر د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر او د چین په رسمي بلنه ترسره کېږي.