نړۍ

پر ایران د بندیزونو ځنډولو پرېکړه لیک د امنیت شورا رایو ته وړاندې کېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ، د ایران اړوند د روسیې او چین له لوري د وړاندیز شوي پرېکړه لیک په اړه رایه ورکوي، چې له مخې به یې د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو بېرته عملي کېدل د شپږو میاشتو لپاره وځنډول شي؛ خو د کارپوهانو په وینا، د دغه پرېکړه لیک د تصویب امکان ډېر کم دی.

ټاکل شوې ده، پر ایران به ټول بندیزونه د جمعې په ماښام د امریکا پر وخت ۸ بجې بېرته نافذ شي. دا وروسته له هغې ترسره کېږي چې بریتانیا، فرانسې او جرمني پر ایران د ۲۰۱۵ کال د هستوي تړون د ماتولو په تور نیوکه وکړه او د ۳۰ ورځني قانوني بهیر د فعالېدو غوښتنه یې وکړه.

د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب لپاره لږ تر لږه ۹ رایو ته اړتیا ده او همداراز باید د امریکا، بریتانیا یا فرانسې له خوا ویټو نه شي؛ خو کارپوهان وايي، ممکن ډېری هېوادونه له رایې ورکولو ډډه وکړي او پرېکړه لیک د تصویب پړاو ته ونه رسېږي.

اروپایي هېوادونو ایران ته وړاندیز کړی چې که د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې څارونکیو ته لاسرسی ورکړي، د غني شویو یورانیمو ستونزه حل کړي او له امریکا سره خبرو ته کېني، نو د بندیزونو عملي کېدل تر شپږو میاشتو ځنډېدلای شي.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، تهران د هر وضعیت لپاره چمتو دی او که بندیزونه بېرته عملي شي، خپلې تګلارې به بدلې کړي، خو هیله یې څرګنده کړې چې دا بندیزونه بیا ونه لګول شي.