د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اوکراین او سوریې د ډيپلوماتیکو اړیکو د بیا ټینګېدو په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
زیلنسکي په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «موږ د دغه مهم ګام هرکلی کوو او د سوریې له ولس سره د ثبات پر لور په مزل کې د مرستې لپاره چمتو یو.»
د هغه په وینا، د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د خبرو پر مهال د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پراختیا ژمن سکتورونه، ګډ امنیتي ګواښونه او د هغو پر وړاندې د مقابلې لارې په تفصیل سره وڅېړل شوې.
د دواړو مشرانو په خبرو کې ټینګار شوی چې د اوکراین او سوریې اړیکې به د متقابل درناوي او باور پر بنسټ ولاړې وي.
شننونکي باور لري چې د اوکراین او سوریې د ډيپلوماتیکو اړیکو بیا ټینګېدل د دواړو هېوادونو لپاره د سیمې او نړیوالو بدلونونو په سیوري کې ځانګړی اهمیت لري. اوکراین هڅه کوي د جګړې په شرایطو کې خپلې نړیوالې اړیکې پراخې او ځان ته نوي متحدین ومومي، په داسې حال کې چې سوریه د اوږدو کلونو کړکېچ او انزوا وروسته د ډيپلوماتیکو دروازو پرانیستلو ته اړتیا لري.
د شننونکو په وینا، که څه هم دواړه هېوادونه له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو دا نوې همکاري کولی شي د هغوی لپاره د سیمه ییزو اړیکو او نړیوال مشروعیت په برخه کې مثبت پیغام ولري.
