د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) اعلان کړی چې د افغان کډوالو ښځینه فوټبال لوبډله به د لومړي ځل لپاره په یوه نړیواله سیالي کې برخه واخلي. دغه سیالۍ، چې د «فیفا یونایټس – مېرمنو برخه» په نوم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.
په دغو څلور اړخیزه سیالیو کې به د کوربه هېواد (متحده عربي امارات)، چاډ، لیبیا او د افغان کډوالو ښځينه لوبډلې ګډون کوي. ټولې لوبې به د فیفا له رسمي پلاتفورم (فیفا پلس) څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د فیفا مشر، جاني انفانټینو، ویلي: “موږ غواړو هرې ښځې ته د فوټبال د لوبو فرصت برابر کړو، ځکه دا زموږ د راتلونکي سپورت لپاره مهم ټکی دی.”
تېره اونۍ، فیفا د انګلستان د ښځينه او نارینه ملي لوبډلو په تمریني مرکزونو کې د افغان کډوالو لپاره د استعداد پیژندنې کمپ ترسره کړ، چې شاوخوا ۷۰ لوبغاړې پکې ګډون درلود. روزونکې پاولین هیمل او د هغې ټیم به له دې ډلې څخه وروستۍ ۲۳ لوبغاړې غوره کړي، څو په اکتوبر میاشت کې د سیالیو برخه شي.
د افغان ښځينه فوټبال ملي لوبډله لومړی ځل په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې وه، خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر ښځو د سپورټ بندیز ولګېد. له همدې کبله د استرالیا حکومت د ۷۵ ښځينه لوبغاړو د ایستلو چارې رهبري کړې، څو له خطره وژغورل شي.
د دغې نوې کډوالې لوبډلې ډېری غړې دا مهال په استرالیا کې د “ملبورن ویکټوري ایف سي” په دویمه درجه لیګ کې لوبې کوي، او ټاکل شوې چې فیفا به دا لوبډله د افغانستان د استازیتوب په توګه وپېژني.
د افغان ښځينه ملي لوبډلې وروستۍ رسمي لوبه د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه وه، چې په هغه کې یې تاجکستان ته ۵-۰ ماتې وخوړه.
له بلې خوا، د میزبان اماراتو ښځينه ملي لوبډله چې په ۲۰۱۰ کال کې یې نړیوالو سیالیو ته لار موندلې، دا مهال د فیفا په نړیوال رېنکینګ کې ۱۱۷م ځای لري. د دې لوبډلې روزونکې ویرا پاو ده، چې پخوا د امریکا د “هیوسټن ډیش” لوبډلې سره کار کړی، خو اوسمهال د ناوړه چلند د تورونو له امله له دې لیګ څخه منع شوې ده. هغې دغه تورونه رد کړي دي.
د چاډ او لیبیا ښځينه ملي لوبډلې د فیفا په اوسني رېنکینګ کې نشته، ځکه چې له اوږدې مودې راهیسې یې هیڅ رسمي لوبه نه ده کړې. راپورونه ښيي چې لیبیا وروستۍ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې ترسره کړې وه. دا لوبډلې به د «فیفا یونایټس – مېرمنو برخه» له لارې د فیفا راتلونکو نړیوالو درجه بندیو لپاره وړ شي.
