د ایران مذهبي مشر آیتالله علي خامنهاي د سې شنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره مذاکرات به د تهران په ګټه نه وي او دا به یوه “بېپایلې لار” وي.
نوموړي دا څرګندونې په یوه ثبت شوې وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې ایران به د یورانیمو د غنيسازۍ په تړاو هېڅ ډول فشار ته تسلیم نه شي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران اټومي وسلو ته اړتیا نه لري او د هغو د جوړولو نیت هم نه لري.
بلخوا د سې شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران به له ښکېلو اړخونو سره خپلې سلا مشورو ته دوام ورکړي. دا څرګندونې تر هغې وروسته شوې چې نوموړي په نیویارک کې د بریتانیا، فرانسې او جرمني له استازو سره لیدلي وو.
ایران له اروپایي قدرتونه سره په خبرو اترو کې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو لهخوا پر تهران د بندیزونو د بیا لګېدو مخه ونیسي.
