د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د تلې ۱ – د ۸ بجو خبرونه

له څو ورځو راهیسې، طالب چارواکي د بګرام هوايي اډې په اړه له هبت الله اخندزاده سره ګوري.

د آمو یو ځانګړی راپور ښیي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د دفاع وزیر یعقوب مجاهد، د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د سترې محکمې رییس او یو شمېر نورو چارواکو په کندهار کې د بګرام هوايي اډې په اړه له هبت الله اخوندزاده سره خبرې اترې کړې دي.

له بلې خوا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په خبرو کې، د بګرام پوځي اډې د سپارلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه رد کړه او ټینګار یې وکړ چې دغه تاسیسات د افغانستان نه بېلېدونکې برخه ده.