افغانستان

د معاش د کموالي له امله د کندهار پوهنتون لس سلنه استادانو دندې پرېښې

له کله، چې د طالبانو د ماليې وزارت له لوري د هېواد د پوهنتونونو د استادانو معاشونه کم شوي ورسره سم د ځینو پوهنتونونو استادانو خپلي دندې هم پرېښې دي.

د هېواد د نورو پوهنتونو ترڅنګ د کندهار پوهنتون ځينو استادانو هم د معاش د کمېدو له امله خپلي دندي پرېښې دي.

د کندهار په پوهنتون کې یوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې د استادانو معاش له ۴۰ څخه نيولې تر ۴۷ سلني پوري کم شوی، چې د پوهنتون د استادانو اړتیاوي نه شي پوره کولای.

سرچينه وایي وړاندې د يو پوهنيار استاد مياشتینۍ معاش ۳۳ زره افغانۍ و، چې اوس هغه ۲۳ زره افغانۍ دی، همداراز د پوهنمل استاد معاش ۳۸ زره افغانۍ و، چې اوس ۲۵ زره افغانیو ته ټيت شوی.

د سرچينې په خبره که څه هم د معاشونو د لوړېدو لپاره د کندهار پوهنتون د استادانو يوې پنځه کسيزي کمېټې د لوړو زده کړو او ماليې وزارتونو له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي، خو کومه پايله یې نه ده لرلې.

د کندهار پوهنتون دغه مسوول وایي له دې وروسته يو شمېر استادانو، چې د فېصدۍ پر اساس له پنځو تر لس سلني پوري رسيږي خپلي دندي پرېښې، چې ځينو خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي او ځيني نور له هېواده بهر وتلي دي.

سرچينه وایي دغه بهير لاهم روان دی.

د کندهار پوهنتون يو بل مسوول هم د نوم نه ښودلو په شرط آمو ټلویزیون ته وویل، چې د دغې ستونزې له امله ځيني درسي تشې رامنځته شوې دي.

د کندهار پوهنتون يوه استاد، چې اوس په کندهار ولایت کې خپل شخصي هوټل لري وایي، چې د پوهنتون معاش يې اړتیاوي نشوای پوره کولای، نو ځکه یې خپل شخصي کاروبار پیل کړ.

موږ هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر هم واخلو، خو د وزارت ویاند په دې اړه موږ ته ځواب رانه‌کړ.

د کندهار پوهنتون تر دوولسو زياتې پوهنځۍ لري، چې پکې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه زده‌کړیالان په زده کړو بوخت دي.