نړۍ

مارکو روبیو د سوریې له ولسمشر سره د اسراییلو او سوریې د اړیکو پر اهمیت خبرې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره یې د امنیت، اقتصادي همکارۍ او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې دي.

روبیو په خپله څرګندونه کې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیزونو د نرمولو پر عملي کولو هم بحث شوی، او د اسراییلو او سوریې د اړیکو پر اهمیت یې ځانګړې ټينګار کړی دی.

د ده په وینا، دواړه هېوادونه ګډ هدف لري چې د سوریې خلکو ته امنیت او سوکالي راوړي او د یوې با ثباته او خپلواک سوریې د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

کارپوهان وايي، د اسراییلو او سوریې د اړیکو موضوع د منځني ختیځ په سیاسي معادلو کې تل لانجمنه پاتې شوې ده. د امریکا له خوا د دې اړیکو پر اهمیت ټینګار ښيي چې واشنګټن غواړي د سیمه‌ییزو کړکېچونو په حل کې د سولې او همکارۍ یوه نوې اجنډا وړاندې کړي. خو د سیمې دننه ژور اختلافونه ښيي چې د دې هدف عملي کېدل به له ګڼو ننګونو سره مخامخ وي.