سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو یو غړي په تخار ولایت کې د یو دولتي روغتون کارکوونکی وهلی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه کس چې سردار نومېږي او د طالبانو د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړي لوا د قومندان نورالدین عمر له نږدې کسانو څخه دی، د نیاز په نوم د دولتي روغتون یو کارکوونکی یې سخت وهلی دی.
سرچینې زیاتوي چې سردار دا مهال د تخار د عامې روغتیا ریاست د نظارت آمر په توګه دنده ترسره کوي. د دوی په وینا، نوموړي دغه کارکوونکی یوازې د یوې «غیر قانوني سپارښتنې د نه منلو» له امله وهلی ټکولی دی.
ځايي سرچینو ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د خلکو د اساسي حقونو نقض، سپکاوی او ځورونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
طالبانو او د دوی سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
