د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، خبرداری ورکوي، چې که چیرې طالبان د بګرام هوایي اډه دوی ته و نه سپاري، نو بده پېښه به رامنځته شي.

ټرمپ، ټینګار کړی چې واشنګټن غواړي څو طالبان بګرام په عاجله توګه دوی ته وسپاري.

خو طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا د دوحې د هوکړې پر بنسټ؛ د افغانستان په چارو کې د مداخلې او د زور د کارونې حق نه لري.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز بیا وایي، چې د افغانستان د خاورې د ورکړې لپاره به هېڅ ډول معامله او تعامل ونشي او طالبان له هېچا ډار نه لري.