د امریکا ولسمشر،د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په تړاو، د خپلې ادارې او د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو بهیر تایید کړ.
ډونالډ ټرمپ وايي، چې اداره یې له طالبانو سره د بګرام د هوايي اډې د بېرته اخیستلو په اړه په خبرو بوخته ده.
ټرمپ ټینګار وکړ، چې د بګرام هوايي اډه هېڅکله هم باید نه وای سپارل شوې او په وینا یې، د سپارلو لپاره یې هېڅ ډول دلیل هم موجه نه دی.
بل لور ته، والسټریټ ژورنال، د دغو خبرو اترو د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ چارواکي له طالبانو سره د بګرام په هوايي اډه کې د امریکا د کوچني پوځي حضور د بیا ټینګولو پر سر خبرې کوي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي؛ چې د دې خبرو مشري، د بندیانو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي آدام بولر پر غاړه دی.
