په پاکستان کې مېشت ګڼ افغان کډوال چې د امریکا او اسټرالیا د بشري ویزو د ترلاسه کولو په تمه دي، د اوږدې پروسې له امله د شړلو له ګواښ سره مخ دي. د کډوالو کورنۍ وایي، دغه حالت د دوی پر رواني او ټولنیز ژوند ژور اغېز کړی دی.
یوه افغانه نجلۍ نیلوفر، د ۲۰۲۵ کال د می پر څلورمه، په اسلاماباد کې ځان وژنه وکړه. د کورنۍ غړي یې وايي چې د څلور کلونو انتظار، د پولیسو د ګزمې وېره او د ویزې د پروسې ځنډ د هغې د مړینې لامل شو. د نیلوفر کورنۍ په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل پرېښی و او اوس د استرالیا ویزو په پروسه کې دي.
د دې کورنۍ د پاکستان لنډمهالي ویزې څو میاشتې مخکې ختمې شوې، او اوس بېسندونو ګرځي. پولیسو ګزمې دوی ته وېره پیدا کړې وه. نلوفر وروستۍ ورځې په دې تېراوه چې په یوه واټساپ ډله کې به یې د پولیسو د ګزمې خبرونه څارل.
تر پېښې وروسته د کورنۍ څلورو غړو ته استرالیا ویزه ورکړه، خو د پاکستان د وتلو اسناد یې ځنډني وو او هغوی هم د شړلو له ګواښ سره مخ پاتې شول. د کورنۍ نهه نور غړي لا هم د ویزې په پروسه کې دي او ښايي د شړلو خطر ورسره وي.
د استرالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، نه شي کولای په ځانګړو قضیو تبصره وکړي، خو منلې یې ده چې د ویزې اوږده پروسه کډوال له سخت فشار سره مخ کوي. دغه وزارت له پاکستان غوښتي چې هغه افغانان دې نه شړي چې د استرالیا ویزې په پروسه کې دي.
افغان کډوال وايي، ورته ستونزې د امریکا د ځانګړو کډوالۍ پروګرامونو SIV او P-1، P-2 په پروسه کې هم موجودې دي. زرګونه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و، لا هم د کډوالۍ د ځواب په تمه په پاکستان کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د لنډمهالو ویزو د ختمېدو له امله د پولیسو د نیونې او شړلو وېره ورسره ده.
د کډوالو د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې د امریکا او اسټرالیا د ویزو ځنډ، افغان کډوال له رواني ستونزو او انساني ناورین سره مخ کړي.
