د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۲۸ – د ۸ بجو خبرونه

ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې دا هوايي اډه د چین د اټومي وسلو د پراختیا مرکز ته د نږدېوالي له امله د امریکا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، او امریکا هڅه کوي چې دا هوايي اډه بېرته ونیسي.

له دې سره هم مهاله، سي اېن اېن د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره له څو میاشتو راهیسې په پټه هڅه کوي چې په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه له طالبانو بېرته ونیسي.

په ورته وخت کې، رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د بګرام هوايي اډې بېرته نیول په افغانستان کې د امریکا پوځي شتون ته اړتیا لري.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په بګرام هوايي اډه کې د امریکایي ځواکونو د بیا ځای پرځای کولو پرېکړه باید افغانانو ته وسپارل شي.نور جزئیات په دې راپور کې