ښځې

طالبانو «په کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب» کتاب د اسلام ضد منځپانګې په تور له نصابه لرې کړ

د طالبانو حکومت د کتاب ارزونې کمېسیون، د پوهنتونونو له نصابه د “په کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب” په نوم علمي کتاب لرې کړی دی. چارواکي وايي، دا اثر د هغو ۱۴۰ کتابونو په ډله کې دی چې د ښځو لخوا لیکل شوي او د طالبانو د ارزونې کمېټې د “اسلام ضد او د نظام د تګلارې خلاف” بللي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، ټول هغه کتابونه چې د طالبانو له تګلارې سره په ټکر کې وي، د تدریس اجازه نه لري.

د پوهنتون استادانو ویلي، دا پرېکړه د لوړو زده کړو بهیر ته جدي زیان رسوي او د نصاب په کیفیت کې ستره تشه رامنځته کوي.

یو استاد چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، وویل: “دا ډول کتابونه علمي او تخصصي دي، له دیني مسایلو سره تړاو نه لري. د داسې کتابونو لرې کول زموږ د تدریس او څېړنو بهیر ستونزمن کوي.”

طالبانو په تازه لارښوونو کې ۱۸ مضامین هم له پوهنتونونو څخه لرې کړي دي، چې شپږ یې د ښځو اړوند دي، لکه د ښځو ټولنپوهنه او د اړیکو په برخه کې د ښځو رول.

کارپوهان وایي، د دغو پرېکړو دوام به د افغانستان د لوړو زده کړو نظام له نړیوالو معیارونو نور هم لرې کړي.