د طالبانود دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، الجزیره تلویزیون ته په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان اړیکې له متحده ایالاتو سره یوازې په سیاسي او اقتصادي برخو تمرکز لري او هدف یې د افغانستان پر وړاندې لګول شوي بندیزونه لرې کول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا یا د ناټو د غړو هېوادونو سره هېڅ ډول امنیتي تړونونه نه لري.
د نوموړي دا ادعا چې له امریکا سره زمونږ اړیکې پر اقتصادي برخه تمرکز کوي، په خپله د دې خبرې پخلی کوي چې دوی له امریکا سره امنیتي او استخباراتي اړیکې لري؛ ځکه پرته له دې، هره اونۍ میلیونونه ډالر چې امریکا طالبانو ته ورکوي، یوازې اقتصادي مرسته نه ګڼل کېږي، بلکې د دواړو ترمنځ یو ډول امنیتي همغږي او د سولې د عملي تضمین څرګندونه هم ده.
یعقوب مجاهد همدارنګه وویل چې طالبانود دوحې د هوکړې پابند دی او هېڅوک نه شي ثابتولی چې له افغانستان څخه د امریکا، د هغې د متحدینو یا بل هېڅ هېواد لپاره ګواښ رامنځته شوی وي. د ده په وینا، دا د افغانستان د بهرنیو اړیکو د سیاست مهم اصل دی.
د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په امنیتي برخه کې له نورو هېوادونو سره رسمي تړونونه نشته، خو د خبرو او مذاکراتو له لارې له ټولو هېوادونو سره اړیکې ساتل کېږي، ترڅو هېڅ هېواد د افغانستان له ګواښ سره مخامخ نه شي.
یعقوب مجاهد د اردو د جوړښت او مسلکي کولو په اړه وویل چې ګڼ پلانونه په جریان کې دي، او په مختلفو کې روزنیزو جبهو هره میاشت سلګونه سرتېري فارغېږي. د ده په وینا، طالبان ژمن دی چې یوه قوي، پرمختللې او د امنیت په اړه هوښیاره اردو جوړه کړي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې داعش په افغانستان کې هېڅ ځای او هېڅ جغرافیه نه لري، دا زمونږ لپاره هېڅ ګواښ نه دی، او طالبان په هېواد کې بشپړ کنټرول لري. نوموړي ټینګار وکړ چې امنیت اوس تر هر وخت ډېر پیاوړی دی او ستراتیژي یې د دې لپاره ده چې خلک له هر ډول ګواښ څخه وساتي.
که څه هم یعقوب مجاهد ټینګار کوي چې له امریکا سره د طالبانو اړیکې یوازې سیاسي او اقتصادي دي او هېڅ ډول امنیتي تړون نه شته، خو د واقعیتونو او شواهدو له مخې دا خبره تر پوښتنې لاندې راځي. د دوحې تړون په خپله د امنیتي ماهیت لرونکی تړون دی، ځکه د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د پای او د امنیتي ضمانتونو د ورکړې پر اساس جوړ شوی و.
سربېره پر دې، د امریکا له خاورې پر افغانستان د بیا بریدونو نشتون، د طالبانو له لوري د داعش پر ضد پراخ عملیات او د ځینو سیاسي امتیازاتو دوام دا احتمال پیاوړی کوي چې د تړلو دروازو تر شا پټ امنیتي تفاهمونه یا لږ تر لږه غیررسمي همغږي شته. له همدې کبله، د طالبانو رسمي دریځ د شک وړ ښکاري او ډېری شنونکي یې یوازې د نړیوالو د قانع کولو هڅه بولي، نه د ریښتیني وضعیت انځور.
