د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سرخکاڼو سیمې کې، د کوچیانو د ماشومانو ګرځنده ښوونځی د نن سهار د ورښتونو او تېزو بادونو له امله ویجاړ شوی دی.
د ښوونځي مسوولین وایي، د شدیدو ورښتونو او بادونو په پایله کې د ښوونځي کېږدۍ، خیمې، تختې، وسایل او نور درسي توکي په بشپړ او نیمه بشپړ ډول تخریب شوي دي، چې له امله یې د زده کوونکو تدریسي بهیر په ټپه درېدی دی.
دغه ښوونځی د کوچیانو ماشومانو لپاره جوړ شوی و او لسګونه نجونې او هلکان پکې د زدکړو په برخه کې بوخت وو. د چارواکو په وینا، د دې ویجاړتیا له امله به د زده کړې دوام او تعلیمي فعالیتونه د ستونزو سره مخ شي او عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
د مونسون ورښتونه او تېز بادونه هر کال په جنوبي او سویل ختیځو سیمو کې د پراخو طبیعي پېښو سبب ګرځي. دا ورښتونه اکثراً د سېلابونو، د ځمکې د ښویېدو، د کورونو او زیربناوو د ویجاړېدو، او د کرنې پر فعالیتونو مستقیم اغېز لري.
