ورزش

کابل کې د «ووشو» ملي سیالۍ پیل شوې

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په کوربه توب، د ووشو ملي فدراسیون د هېواد له ۱۲ ولایتونو څخه د شاوخوا ۱۵۰ ورزشکارانو په ګډون د ووشو ملي سیالۍ پیل کړې دي.

دغه سیالۍ د دغه فدراسیون په مرکزي جمنازیم کې د «د چین په همکارۍ د ووشو اسیايي سیالیو د مډال ګټونکو ورزشکارانو جام» تر نوم لاندې ترسره کېږي.

د ووشو ملي فدراسیون چارواکي وايي، دغه سیالۍ د هغو افغان لوبغاړو د ویاړ او درناوي لپاره جوړې شوې چې د چین په په همکارۍ د ووشو اسیايي سیالیو کې یې د افغانستان لپاره مډالونه ګټلي دي.

ورزشکاران به د عمرونو له مخې په درې کټګوریو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کې د یو بل پر وړاندې سیالي وکړي. ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ درې ورځې دوام وکړي او په پای کې به غوره لوبغاړي د ستاینلیکونو او جامونو مستحق وګرځي.

د ووشو ملي فدراسیون ټینګار کړی چې د دغسې سیالیو دوام نه یوازې د لوبغاړو د وړتیاوو د نندارې زمینه برابروي، بلکې د ووشو د ودې او د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره د غوره څېرو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لري.