افغانستان

سرچینې: په کونړ کې هم د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند شول

سرچینو «آمو» ته ویلي چې د کونړ ولایت نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه هم پرې شوي دي. په دې سره د هغو ولایتونو شمېر چې دغه خدمتونه پکې بند شوي، ۱۴ ته رسېږي.

ځايي سرچینو مخکې ویلي وو چې په بلخ، کندهار، هلمند، هرات، ارزګان، نیمروز، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان، پکتیکا، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ او وایفای خدمتونه په بشپړ ډول قطع شوي دي.

سرچینې له کندوزه وايي چې د طالبانو ځواکونه د ځینو انټرنېټي شرکتونو دفترونو ته ننوتي او د هغوی وسایل یې له ځانه سره وړي دي. د طالبانو د کندوز ولایت مقام هم دا خبره تائید کړې او ویلي یې دي چې د «منکراتو د مخنیوي» او د خپل مشر د امر له مخې یې د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.

په هرات کې بیا د مخابراتو ریاست او افغان ټيلي‌کام شرکت سرچینو ویلي چې د نوري فایبر انټرنېټ د پراختیا پروژه د ښار په ۶۴ متري او بکرآباد سیمو کې شاوخوا دوه اوونۍ کېږي درېدلې ده.

د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي د طالبانو له دې اقدام اندېښنه ښيي او وایي چې دغه محدودیتونه به د ښارونو په اړیکو، اداري چارو او انلاین خدماتو بد اغېز ولري.

له بلخه هم سرچینو ویلي چې د نوري فایبر انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د دغه ولایت بانکي سیسټم له جدي ستونزو سره مخ شوی او د بانکونو او نورو انټرنېټ پورې تړلو ادارو خدمتونه ځنډېدلي یا بند شوي دي.

د سرچینو په وینا، د دې ستونزو له امله د بلخ والي یوسف وفا امر کړی چې بانکونه، د برېښنايي تذکرو ادارې او څو نور مهم بنسټونه دې له دې پرېکړې مستثنی شي. د همدې امر په تعقیب د سه شنبې تر غرمې مخکې د مزارشریف ښار بانکونو ته نوري فایبر انټرنېټ بېرته وصل شوی او بانکي خدمات بېرته عادي حالت ته ستانه شوي دي.