افغانستان

طالبانو په کونړ کې د ږیرې پرېښودل جبري کړل

په ختيځ ولایت کونړ کې طالبانو د ږیری خرېیل منع کړي دي.

ځايي اوسېدونکي وایي، طالبان سلماني په سلماني ګرځېدلي او هرې یوې ته يې ګواښ کړی، که یې د چا ږيره لنډه او يا وخريېله سزا به وويني.

یوه سلمان د نوم نه خپرولو په شرط د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل، چې په دې ولایت کې هېڅ سلمانۍ ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د چا ږیره لنډه کړي یا یې وخرېي.

د کونړ اوسېدونکی اسحق هم د طالبانو له دغه اقدام څخه خواشینی دی.

دی وایي ږيره سنت عمل دی او په جبر سره پرېښودل یې له سنت عمل سره د خلکو کرکله زیاتوي.

هغه هیله ښودلې، چې طالبان دې له حکمت نه کار واخلي او په جبر دې خلک نه اړ کوي، چې ږېرې پرېږدي.

اسحق زیاتوي: «لومړیتوبونه خلکو ته خدمات دي، څو ورځې مخکې یوه سلمان د يوه ځوان ږیره لنډه کړې وه، وروسته طالبانو بندي کړ او دومره یې ډبولی، چې اوس تر روغتون رسېدلی دی.»

د کونړ یو بل اوسېدونکی عبدالاحد د طالبان د امر باالمعروف دا ډول چلند ظالمانه بولي او وایي اړتیا ده، چې دوی لومړی د عام ولس ستونزو ته پام وکړي نه دا ډول شکنجې او جبر.

دی وایي: «ږيره سنت عمل دی، موږ يې په ثواب او ګناه خبر یو، نو دا څه مانا ږيره زما او واک يې د طالب، که يې په خپله خوښه پرې‌نه‌ږدم په جبر يې پرېښودل ثواب نه لري.»

د نظر خاوندان هم له ولس او ځوان نسل سره د طالبانو دا ډول چلند ناسم او له اخلاقي پلوه کمزوری عمل بولي او وایي په دې سره به دوی د ګټې پر ځای تاوان وکړي، چې ځکه واټن به پیدا کړي.

دوی وایي طالبان دې تر هرڅه لومړی د بېوزلو خلکو ګېډې مړې او وزګاره ځوانان دې په کار کړي، ترڅو د دوی او ولس ترمنځ واټن کم او یو اساسي نظام رامنځته شي.

د شرعياتو پوهنځي محصل مطصفی عالم‌زی وایي: «ږېره سنت عمل دی، باوري یم ولس به کرار کرار هرڅه سم کړي، خو د طالبانو دا چلند غیر انساني دی چې په زور او جبر يې عملي کوی هرڅه خوښه غواړي، پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) هېڅ کار په جبر نه دی کړی، اسلام کې ظلم او زیاتی نشه یو نرم او له اخلاقو ډک دین دی.»

هڅه مو وکړه، چې په کونړ کې د طالبانو د امرباالمعروف ریاست نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د یادونې ده، چې د طالبانو د راتګ یو کال کېږي، خو یو شمېر ځوانان اوس هم ځان د دوی په شتون کې ځان خوندي نه احساسوي او وېره لري، چې د  طالبانو له لوري په یو نه یو ډول زیان ورته ونه ورسېږي.

خلک وایي یو شمېر طالبان د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستو هغه ځوانان، چې لږ په ښه لباس کې ګرځي ځوروي، چې دا ناسم عمل به دوی ته زیان او ولس زړه توری کړي.