له خوست ولایت څخه سرچینو «آمو» ته ویلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د څار ډلې له پلټنو وروسته په بېلابېلو ولسوالیو کې اووه روغتیایي مرکزونه او کلینیکونه تړلي دي.
د طالبانو د خوست امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرکزونه د ناروغانو لپاره د کوډ شویو نسخو د کارولو له امله تړل شوي دي.
طالبانو دا پرېکړه د روغتیایي قوانینو د پلي کولو او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو هڅه بللې؛ خو د روغتیايي چارو کارپوهان دا اقدام زیانمن ګڼي. د هغوی په وینا، د روغتونونو تړل د خلکو د درملنې بهیر له خنډ سره مخ کوي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو لپاره چې بیړنیو خدمتونو ته اړتیا لري.
ځايي اوسېدونکي هم وايي، طالبان د اصلاحاتو او مسلکي لارښوونو د ټینګار پر ځای د تړلو لاره غوره کړې چې د خلکو ستونزې یې څو برابره کړي دي.
د هغوی په باور، د فشار دغه تګلاره د ناروغانو ژوند ته ګواښ پېښوي او د درملنې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.
کارپوهان ټینګار کوي که طالبان په رښتیا د کیفیت لرونکو روغتیایي خدمتونو ژمن دي، باید د یوازینو فعالو مرکزونو د تړلو پر ځای د اصلاحاتو او ملاتړ لاره خپله کړي. د هغوی په وینا، دا ډول کړنې نه یوازې د ناروغانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د هېواد د روغتیايي سکتور د کمزورېدو لامل هم کېږي.
