نړۍ

روسیه وايي ځواکونه یې د اوکراین پر وړاندې په ټولو محاذونو کې پرمختګ کوي

د روسیې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والېري ګېراسیموف د چهارشنبې په ورځ د خپلو ځواکونو د مورچو له لیدنې وروسته ویلي چې د مسکو پوځیان د اوکراین پر وړاند په ټولو محاذونو کې پرمختګ کوي.

د روسیې د دفاع وزارت د ګېراسیموف له قوله ویلي: «زموږ ځواکونه نږدې په ټولو لورو کې پر مخ روان دي او تر ټولو سخته جګړه د پوکروفسک په لور روانه ده، چې دښمن د هر ډول تلفات پروا نه کوي، خو بیا هم زموږ د پرمختګ مخه نه شي نیولی.»

هغه زیاته کړه چې د اوکراین پوځ خپلې تر ټولو روزل شوې او پیاوړې قطعې پوکروفسک ته لېږلي، چې له همدې امله د روسي ځواکونو پر نورو جبهاتو کې د پرمختګ زمینه برابره شوې ده.

روسي ځواکونه له څو میاشتو راهیسې د دونېڅک ولایت په پوکروفسک سیمه کې پراخ بریدونه ترسره کوي. ګېراسیموف وویل چې پوځ یې د خارکیف ولایت په کوپیانسک ښار او د دونېڅک په یامپیل کې هم پر مخ تللی دی.

خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د روسیې دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې وروستي درې روسي یرغلیز بریدونه ناکام شوي دي. هغه ټینګار کړی چې مسکو ښايي نوي بریدونه پلان کړي، خو د پام وړ لاسته راوړنې یې نه دي لرلي.

یو اوکرایني قوماندان هم ویلي چې د پوکروفسک ترڅنګ یې د روسي ځواکونو پرمختګ شنډ کړی دی. همدارنګه، د اوکراین یوې پوځي قطعې ویلي چې د کوپیانسک پر لور د روسیې د برید پر مهال ګڼ روسي سرتېري اسیران نیول شوي دي.