Uncategorized @ps افغانستان

زابل او کندهار کې يو شمېر لرغوني ځايونه د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ سويلي ولایتونه کندهار او زابل هم زيات شمېر لرغوني ځايونه لري، چې د افغانستان د لرغوني تاریخ ځینې دغه بېلګې اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د زابل ولایت له تاريخي سيمو څخه يوه یې هم د دغه ولایت لرغونی بالاحصار دی، چې تاريخي قدامت يې ۲۵۰۰ کلونو ته رسیږي.

د زابل د بالاحصار ګڼې برخې د وروستیو جګړو او طبعي پېښو له امله له منځه تللي او لاهم دغه تاريخي سيمه د ويجاړېدو په حال کې ده.

شاعر او ليکوال حاجي حبيب ګل ستانزي وایي، د زابل ولایت د بالاحصار ترڅنګ په دغه ولایت کې د حاجي مېروېس خان نېکه کلا هم د له منځه تلو له خطر سره مخ ده.

ستانزی وایي، دولت دې د دغو تاريخي سيمو د رغوني لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه د هېواد تاريخ له همدې سيمو سره تړلی دی.

د عصمت الله عمري په نوم د زابل ولایت يو بل اوسېدونکی هم وایي، چې د دغه ولایت د تاريخي سيمو رغونې ته دې پاملرنه زياته شي، ځکه تاريخي سیمي د افغانستان د تاريخ د ژوندي ساتلو بېلګې دي.

پر همدې مهال د زابل لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال شرافت وياړ وایي، چې دوی د زابل د لرغونو سيمو د بيا رغوني لپاره مرکزي ادارې ته وړانديزونه ليږلي، چې له منظورېدو سره سم به یې چارې پیل شي.

نوموړی زیاتوي، چې د ځينو تاريخي سيمو لکه په شنګۍ کې د شاه عالم خان نيکه د کلا د رغوني چاري رواني دي.

د دې ترڅنګ د کندهار په زاړه ښار کې د نارنج کلا ځيني برخي هم د غصب او ويجاړېدو له خطر سره مخ دي.

لرغونپوه عزيزاحمد عزيز وایي، چې د کندهار د نارنج ماڼۍ له منځه تلل به لويه ضايعه وي او باید رغونه يې وشي او د غصب مخه يې ونیول شي.

د کندهار د زاړه ښار اوسېدونکی فضل محمد وایی: «د نارنج کلا په منځ کې اوس کورونه جوړ شوی او د يوې مدرسې لپاره د نارنج کلا ځيني برخي وراني شوي دي.»

پر همدې مهال د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ نوراحمد سعد وایي، چې د کندهار د نارنج کلا د سپړونو پروژه، چې مخکي روانه وه اوس درېدلې؛ خو دوی د کندهار ولایت د ټولو تاريخي سيمو د ساتني لپاره ځانګړي تدابير نيولي دي.

د کندهار د نارنج کلا ترڅنګ د دغه ولایت په خاکريز ولسوالۍ کې د منډيګګ شتون هم لرغونپوهان د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرچينه بولي.