سرچینې آمو ته وايي، چې د ننګرهار او کونړ ولایتونو یو شمېر سیمې زلزلې لړزاولي دي.
د سرچینو په وینا، دغه زلزله نن ماښام شاوخوا ۷:۱۳ بجې شوې ده. سرچینې وايي، چې تر اوسه د زیانونو مالومات هم نشته.
د سرچینو په وینا، خلک د زلزلې له امله سخت وېرېدلي دي. سرچینې زیاتوي، چط د کونړ او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې خلک لا هم له کورونو د باندې په خېمو او شنه اسمان لاندې اوسېږي.
