له کندهار ولایت څخه شپږو باخبره سرچینو آمو ته ویلي، چې د دې ولایت والي ملا شیرین د طالبانو پر یوې ځواکمنې څېرې بدل شوی او ځینې پرېکړې او صلاحیتونه یې د طالبانو د رییسالوزرا له صلاحیتونو هم لوړ دي.
سرچینې ټینګار کوي، چې نوموړی په مهمو پرېکړو کې خپله رایه کاروي او په ځینو مواردو کې د طالبانو له ریاستالوزرا مخکې، طالب نوماند وزیران وړاندې کوي او دغه راز، د هبت الله د دفتر مهمې چارې هم دی پر مخ وړي.
د سرچینو په خبره، طالب وزیران له خپل مشر هبتالله اخوندزاده سره د لیدنې لپاره، لومړۍ باید له ملا شیرین سره وویني. دغو شپږو سرچینو منلې، چې ملا شیرین د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر «باجه» دی.
ملا شيرين، کندهار کې د طالبانو والي دی. نوموړی د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. د ملا محمد عمر له باور وړ کسانو څخه ګڼل کېده او شپږ سرچينې، چې درې يې د طالبانو له منځه دي او په دې ځانګړي راپور کې له آمو سره خبرې کړي، ټينګار کوي چې له ملا محمد عمر سره کورنۍ اړیکې هم لري.
ملا شيرين، په کندهار کې د طالبانو ځواکمنه څېره:
• نوم: ملا شيرين آخند
• د زېږون ځای: د کندهار خاکرېز ولسوالۍ
• قوم: علیزی
سرچينې ټينګار کوي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له سقوط وروسته، ملا شيرين د کوټې شورا له مهمو غړو څخه وو. خو د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته، لومړۍ د دفاع وزارت د استخباراتو د مرستيال په توګه وټاکل شو. له څه مودې وروسته، کندهار کې د طالبانو د والي په توګه وټاکل شو. هغه ډېر کم په انځورونو کې راښکاره شوی، خو کندهار ته د طالبانو د والي په توګه تر راتګ وروسته یې، په غير مستقیمه توګه کندهار د طالبانو د واک د مرکز په توګه اعلان کړ. آمو په خپلواکه توګه د ملا شيرين د دې څرګندونو دقيق ځای او وخت نه شي تأييدولی.
باخبره سرچینې آمو سره په خبرو کې ټينګار کوي، چې ملا شيرين اوس مهال د ټولو مهمو پرېکړو برخه ده. په ځينو مواردو کې د ده صلاحيتونه د طالبانو د رييسالوزرا له صلاحیتونو هم لوړ بلل شوي. سرچينې وايي، نوموړی د هبتالله آخندزاده د دفتر ټولې چارې پر مخ وړي.
درې سرچينې ټينګار کوي چې ډېری طالب وزيران هبت الله سره د لیدو لپاره لومړۍ باید له ملا شیرین سره وویني او دا ملا شیرین دی، چې له هبت الله آخندزاده سره د وزیرانو لیده کاته همغږۍ کوي.
ملا شيرين، په کندهار کې د طالبانو ځواکمنه څېره:
• ملا شيرين په ټولو مهمو پرېکړو کې لاس لري
• په ځينو مواردو کې د طالبانو له رييسالوزرا څخه مخکې، نوماند وزیران معرفي کوي
• د هبتالله آخندزاده د دفتر کاري چارې هم پر مخ وړي
• له هبتالله آخندزاده سره د طالب وزيرانو لیدنه، باید د ملا شیرین له لوري همغږۍ شي
دوه سرچينې دغه راز ټینګار کوي، چې ملا شیرین د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون له سختو ملاتړو څخه دی او د دې قانون پر تطبيق له نېږدې څارنه کوي. د سرچينو په وينا، نوموړی د کابینې په ټولو غونډو کې مهم رول لري او پر دې ټينګار کوي چې د طالبانو د مشر له اوامرو باید اطاعت وشي.
ملا شيرين، په کندهار کې د طالبانو ځواکمنه څېره:
• ملا شيرين، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون سخت ملاتړی دی
• د دې قانون پر تطبيق له نږدې څارنه کوي
• د طالبانو د کابینې په غونډو او پرېکړو کې مهم رول لري
ټولې شپږ سرچینې ټینګار کوي، چې ملا شيرين له روسيې، ايران او پاکستان سره ښې اړيکې لري او دې هېوادونو ته يې له رسنيو پټ سفرونه هم کړي دي. د سرچينو د ورکړل شوو جزيياتو له مخې، ملا شیرین له مهمو مېلمنو سره چې د طالبانو د مشر هبتالله آخندزاده د ليدو لپاره کندهار ته ورځي، هم کتنې کوي.
ملا شيرين، په کندهار کې د طالبانو ځواکمنه څېره:
• له ايران، روسيې او پاکستان سره ښې اړيکې لري
• دغو هېوادونو ته یې پټ سفرونه هم کړي دي
• له هبت الله آخندزاده سره د لیدنې لپاره له ورتلونکو مهمو مېلمنو سره هم کتنې کوي
له دې ټولو سره، سرچينې دغه راز ټينګار کوي، چې ملا شيرين د طالبانو له هغو څېرو څخه دی چې د بيان له آزادۍ او د وګړو له آزاديو سره مخالف دی او د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له محدوديتونو او بنديزونو ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې د آمو يوه ځانګړي څېړنيز راپور هم څرګنده کړې وه چې ملا شيرين، هبت الله ته د خلکو د اړیکو ټولې لارې څاري او باوري سرچينو تاييد کړې وه چې د طالبانو مشر ته د خلکو د شکایتونو له مستقیم رسېدو هم مخنیوی کوي.
