د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزیر محمدرضا ظفرقندي د طالبانو د روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي ته په یوه لیک کې خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ایران د افغانستان له زلزله ځپلو خلکو سره د طبي مرستې لپاره چمتو دی.
ظفرقندي په دغه لیک کې لیکلي دي: «په افغانستان کې د زلزلې له امله د درنو ځاني او مالي تلفاتو خبر د ژورې خواشینۍ لامل شو. زه د ایران د روغتیايي سکتور د همکارانو په استازیتوب، د افغانستان خلکو ته تسلیت وړاندې کوم او د قربانیانو کورنیو ته د زغم او حوصلې، او ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لرم.»
هغه زیاته کړې چې د ایران د روغتیا وزارت هر ډول همکارۍ ته، په ځانګړي ډول د روغتیايي او درملیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې، تیار دی او کولای شي د اړتیا پر مهال د طبي ډلو او درملو په لېږلو کې مرسته وکړي.
د ایراني چارواکو په وینا، افغانستان او ایران د کلونو راهیسې د عامې روغتیا په برخه کې ګډې همکارۍ درلودې او د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال ایران تل د بېړنیو بشري مرستو د وړاندې کولو هڅه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په ختیځو ولایتونو (کنړ، نورستان، ننګرهار او لغمان) کې د وروستۍ ۶.۱ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۵۰۰ نور ټپیان دي. چارواکي وايي، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ژوندي پاتې شویو د ژوند ژغورلو لپاره د عاجلو روغتیايي خدمتونو او نړیوالو مرستو دوام حیاتي ارزښت لري، ځکه د ژمي له رارسېدو سره د بېځایه شویو کورنیو حالت لا پسې سختېږي.
