افغانستان

سرچینې: په دولتي ادارو کې د «افغان ټيلي‌کام» انټرنېټي خدمتونه بندېږي

عکس یکی از اداره‌های دولتی زیر اداره طالبان

سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د مشر په امر به د دولتي شرکت «افغان ټېلی‌کام» انټرنېټي خدمتونه په ټولو دولتي ادارو کې بند شي.

د سرچینو په وینا، د دې پرېکړې له مخې به دولتي کارکوونکي نور په خپلو ادارو کې انټرنېټ ته لاسرسی و نه لري.

دوی زیاتوي چې دا بهیر له شمالي ولایتونو پیل شوی او لږ تر لږه د پنځو ورځو راهیسې په هغو ولایتونو کې د یاد شرکت انټرنېټي خدمتونه په دولتي ادارو کې درول شوي دي.

سرچینې وايي، دغه کار د دولتي ادارو په ورځني فعالیت کې د ځنډ لامل شوی او ځینې چارې یې په ټپه درولي دي. د دوی په خبره، دا پرېکړه د دولتي کارکوونکو د سختې اندېښنې او ناخوښۍ سبب شوې ده.

طالبان او د هغوی تر واک لاندې د مخابراتو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ټېلی‌کام یو دولتي مخابراتي شرکت دی چې د فایبر، بې‌سیم غږیزو اړیکو او انټرنېټ خدمتونه د ۲۵ کلن جواز له مخې وړاندې کوي. دغه شرکت د دولت ملکیت دی او د دولتي ادارو له خوا اداره کېږي. په ۲۰۰۵ کال کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پخواني حکومت پر مهال دا اداره د دولتي ـ خصوصي شرکت بڼې ته واړوله، خو څارنه او کنټرول یې د دولت په واک کې پاتې شول.