ښځې

د کډوالو حقونو د څار بنسټ: د ښځو اړوند د طالبانو تازه پرېکړه «غیرانساني» ده

د کډوالو حقونو د څار نړیوال بنسټ د طالبانو هغه پرېکړه سخته اندېښمنوونکې بللې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په دفترونو کې یې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز لګولی دی.

یاد بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړه د افغان ښځو بنسټیز بشري حقونه او وقار تر پښو لاندې کوي او د ستنېدونکو کډوالو او زیانمنو کورنیو لپاره د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې ستر خنډ رامنځته کوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته ښځې او نجونې د اړینو مرستو ترلاسه کولو او د اړتیا وړ مرکو ترسره کولو ته لاسرسی نه شي لرلای. یاد بنسټ ټینګار کړی چې دغه ډول محدودیتونه د زرګونو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او د بشري اصولو او نړیوالو ارزښتونو ښکاره سرغړونه ده.

یاد بنسټ له کورنیو او نړیوالو اړخونو غوښتي چې د طالبانو پر دې «غیرانساني» پرېکړه څرګند دریځ خپل کړي او ژر تر ژره داسې عملي ګامونه پورته کړي چې د افغان ښځو د کار حق تضمین او د ستنېدونکو لپاره د بنسټیزو خدمتونو دوام یقیني کړي.

کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د ښځو پر کار د لګول شویو محدودیتونو اغېزې یوازې د بشري حقونو تر کچې نه محدودېږي، بلکې پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې هم لري. د ښځو له کاره محرومول د کورنیو پر عاید منفي اغېزه کوي، د ستنېدونکو کډوالو د خدمتونو بهیر ټکني کوي او د نړیوالو بشري مرستو د تطبیق وړتیا له ستونزو سره مخ کوي. د بشري حقونو مدافعین ټینګار کوي چې د ښځو د ګډون پرته نه یوازې د مرستو وېش نيمګړی کېږي، بلکې د ټولنې نیمه برخه له اساسي حقونو بې‌برخې پاتې کېږي.